چارواکي وايي، په کندهار پوهنتون کې چاودنه وشوه، چې چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو سرچینې وايي، په دغه چاودنه کې یو تن ټپي شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د کندهار پوهنتون د ننه د کرنې او مالدارۍ پوځنۍ دروازې ته نېږدې شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، چاودنه د مقناطسي
خو بل پلو باوري سرچینې وايي، چې په دې پېښه کې د سره صلیب یو کارکوونکی چې پوهنځۍ ته د کوم کار له پاره ورغلی و، ټپي شوی دی.
ماین له امله رامنځ ته شوې، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نوموړی زیاتوي، چې د پېښې په اړه جدي پلټنې پیل شوې خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
خو بل پلو باوري سرچینې وايي، چې په دې پېښه کې د سره صلیب یو کارکوونکی چې پوهنځۍ ته د کوم کار له پاره ورغلی و، ټپي شوی دی.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخستی.
په کندهار پوهنتون کې دغه چاودنه پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې څو میاشتې وړاندې په همدې پوهنتون کې د کندهار مرستیال والي عبدالقدیم پتیال د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په خپل ټولګي کې په ډزو وژل شوی وو.
جمهور آژآنس: کندهار