۰
ډينګ زيجنګ:

د چين ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی دی

دوشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۰
په افغانستان کې د چین سفیر ډينګ زيجنګ (Deng Xijun) وايي چین او افغانستان دوست هېوادونه دي او د چين ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی دی.
د چين ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی دی
په افغانستان کې د چین سفیر ډينګ زيجنګ (Deng Xijun) وايي چین او افغانستان دوست هېوادونه دي او د چين ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلی ډینګ زیجنګ تېره ورځ کندهار ولایت ته په دوه ورځني سفر تللی او دغه څرګندونې یې له کندهار چارواکو سره د لیدنې
د چين سفير ډينګ زيجنګ افغانستان د چین دوست هيواد وباله، او ويې ويل «د چين ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی دی. که په افغانستان کي امنيت او ثبات وي، چين به خامخا ورڅخه اغېزمن وي، د افغانستان او چين راتلونکی له يو بل سره تړلی دی. موږ د افغانستان لپاره څرګنده پاليسي لرو. موږ د افغانستان ثبات غواړو او د دې ملاتړ کوو چي افغان حکومت له طالبانو سره سوله وکړي.»
پر مهال وکړې.
نوموړي وویل، کندهار ته د دې لپاره په دوه ورځني سفر تللی چې د هغه د ستونزو جاج واخلي او د مرستې لپاره یې لارې ومومي.
د چين سفير ډينګ زيجنګ افغانستان د چین دوست هيواد وباله، او ويې ويل «د چين ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی دی. که په افغانستان کي امنيت او ثبات وي، چين به خامخا ورڅخه اغېزمن وي، د افغانستان او چين راتلونکی له يو بل سره تړلی دی. موږ د افغانستان لپاره څرګنده پاليسي لرو. موږ د افغانستان ثبات غواړو او د دې ملاتړ کوو چي افغان حکومت له طالبانو سره سوله وکړي.»
ښاغلي زیجنګ دا هم وویل، چې هیواد به یې ۵۰۰ افغان محصلانو ته په چین کې د زده کړو لپاره د سکالرشیپونو د ورکولو ترڅنګ تر ۲۰۲۰ م کال پوري ۳۰۰۰ افغان دولتي کارکوونکي وروزي څو د حکومت د ظرفیت له لوړولو سره مرسته وشي.
بل خوا د کندهار والي ډاکتر همایون عزیزي وايي، د چين غواړي له کندهار سره سوداګريزو اړيکو ته پراختيا او پیاوړتیا ورکوي.
والي له زیجنګ وغوښتل چې چين په کندهار کې د سوېل لوېديځي حوزې لپاره کونسلګري پرانېزي، څو د تجارتي اړيکو په برخه کي اسانتياوې رامنځته شي.
جمهور آژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین