۰
ټرمپ:

امریکايي سرتېري به د افغانستان په جګړه کې ګټونکي شي

شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۶
د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې مېشتو امریکايي سرتېرو ته ویلي، چې دوی به په دغه جګړه کې ګټونکي شي.
امریکايي سرتېري به د افغانستان په جګړه کې ګټونکي شي
د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې مېشتو امریکايي سرتېرو ته ویلي، چې دوی به په دغه جګړه کې ګټونکي شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ تېره ورځ د لوړې مراسم تر سره او په رسیمي ډول یې خپل کار پیل کړ.
د لومړې تر مراسمو وروسته ډونالډ ټرمپ او مېرمنې یې میلاني ټرمپ په افغانستان کې له مېشتو امریکایي سرتېرو سره خبرې کړې دي.
ټرمپ او مېرمنې یې د ویډیو کنفرانس له لارې په بګرام هوايي اډه کې له خپلو پوځيانو سره خبرې کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو لاس ته راوړنې ستایلې او زیاته کړې یې ده چې دوی به ګټونکي وي.
دوی ټینګار کړی چې د امریکا نوې رهبري به له خپلو سرتیرو قوي ملاتړ ته ادامه ورکوي.
په بګرام هوايي اډه کې د میشتو سرتیرو په استازیتوب څو سرتیرو هغه ته د نوې دندې مبارکي ورکړې او د بریا هیله یې ورته کړې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین