>> جمهور - پاکستان د نیول شوي افغانان خوشي کړي
 
۰
د کډوالو چارو وزارت:

پاکستان د نیول شوي افغانان خوشي کړي

يکشنبه ۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۳
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي، څو په دغه هېواد کې مېشت افغانان چې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي خوشي کړي.
پاکستان د نیول شوي افغانان خوشي کړي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي، څو په دغه هېواد کې مېشت افغانان چې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي خوشي کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وروسته هغې چې په پاکستان کې خونړي بریدونه وشول او د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې، پاکستاني پولیسو په دغه هېواد کې پر مېشتو افغانانو کړۍ تنګه کړې ده.
ځايي ادارو یې په وار وار پولیسو ته امر کړی، چې د دوی په وینا پټهان چې په هر ځای کې و ویني ویې دې نیسي.
پاکستاني پولیسو تر اوسه پورې زرګونه افغانان نیولي او دا لاړۍ لا هم روانه ده، چې له دې سره جوخت یې پر افغانستان راکېټي بریدونه هم پیل کړي، تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندرونه یې هم د افغانانو پر مخ تړلي دي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي، څو د افغانانو د نیولو لړۍ ودروي او هغه کډوال چې په هغه هېواد کې نیول شوي بېرته خوشي کړي.
د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ویلي، چې د دوی د هلو ځلو په نتیجه کې یو شمېر افغانان بېرته له زندانه خوشي شوي او د پاتې نورو د خوشي کولو هڅې روانې دي.
د هغه په وینا د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ تر منځ د اسلام اباد په درې اړخیزه ناسته کې، چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۵ جوړه شوې وه په خپله خوښه د کډوالو د ستنېدو او له کډوالۍ څخه د سیاسي فشار په توګه د نه استفادې په اړه هوکړه لیک لاسلیک شوی.
میاخیل وایي، د پاکستان حکومت باید د کډوالۍ موضوع سياسي نه کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین