۰

٢١٥ ميوند قول اردو قومندان له دندې لرې شو

پنجشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۴۰
په سویل هلمند ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سید ملوک له خپلې دندې لرې او پر ځای یې تورن جنرال دادان لونګ د نوي قوماندان په توګه وټاکل شو.
٢١٥ ميوند قول اردو قومندان له دندې لرې شو

په سویل هلمند ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سید ملوک له خپلې دندې لرې او پر ځای یې تورن جنرال دادان لونګ د نوي قوماندان په توګه وټاکل شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جنرال سید ملوک له

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جنرال سید ملوک له دندې لرې کړل شوی او پر ځای یې تورن جنرال دادان لونګ د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ټاکل شوی دی.
دندې لرې کړل شوی او پر ځای یې تورن جنرال دادان لونګ د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ټاکل شوی دی.
تورن جنرال دادان لونګ وړاندې په ختيځ کې ٢٠١ نمبر سيلاب قول د څلورمې لواء د قومندان په توګه دنده درلودل.
که څه هم د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د سيد ملوک د لرې کېدو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي خو ويل شوي چې د ملي دفاع وزارت د پاليسى له مخي ياد جنرال لرې شو.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قومندان تورن جنرال سيد ملوک وروسته له هغي له دندې لرې کړل شو چې څو ورځي مخکي يوې ډلې ځانمرګي بريد کوونکو د ياد قول اردو او د ښوراب پر پوځي اډې بريد وکړ او پر مهال يې د زياته مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین