۰

اروزګان کې یو تکړه لیکوال په بمي چاودنه کې و وژل شو

سه شنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۳۴
امنیتي چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې یو وتلی د ۳۰ کتابونو لیکوال، شاعر او سیاسي شخصیت داروخان خاکسار په یوه بمي چاودنه کې و وژل شو.
اروزګان کې یو تکړه لیکوال په بمي چاودنه کې و وژل شو
امنیتي چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې یو وتلی د ۳۰ کتابونو لیکوال، شاعر او سیاسي شخصیت داروخان خاکسار په یوه بمي چاودنه کې و وژل شو.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د اروزګان ولایت د چورې ولسوالۍ په کيتو سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د چورې ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالقوي وايي، چې ماین د مرحوم داروخان خاکسار د کور مخې ته اېښودل شوی وو، چې د چاودنې له امله یې نوموړی وژل شوی دی.
امنیه قوماندان زیاتوي، چې مرحوم خاکسار هیڅ ډول دولتي دنده نه لرله، بلکې په یاده ولسوالي کي يو درملتون درلود.
باید وویل شي، چې د اروزګان ولایت د نامتو لیکوال،شاعر،سیاسی او ټولنیز شخصیت داروخان خاکسار وروستی کتاب ( د ارزګان نومیالي ) تر عنوان لاندي په (۲۸۱) مخونو  کې د چاپـه راوتلی وو.
په دغه کتاب کې د اروزګان د مهمو سیاسي، جهادي ،دیني، علمي او آدبي شخصیتونو بیوګرافي د دوی د عکسونو سره چاپ شوي.
پاته دي نه وي چي د دارو خان خاکسار لاندي کتابونه مخکې چاپ شوي دي!
۱– د ارزګان ناوې ۲–ګران وطن جانان وطن ۳–د چورې ولسوالي ۴–ملي نغمې او ملي ترانې او
( ۲۵ ) نور نا چاپه اثار لا پاته دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین