۰

امنیت شورا سوریه کې د ترکیې د عملیاتو په تړاو غونډه کوي

دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۸
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوریه کې د ترکیې هېواد د پوځي عملیاتو چې د کردي ملېشو پر ضد یې کړي غونده کوي.
امنیت شورا سوریه کې د ترکیې د عملیاتو په تړاو غونډه کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوریه کې د ترکیې هېواد د پوځي عملیاتو چې د کردي ملېشو پر ضد یې کړي غونده کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې دغه غونډه نن دوشنبې د (سلواغې ۲مه) پیل شي، چې په کې به سوریه کې د ترکیې د وروستیو پوځي عملیاتو په اړه خبرې اترې وشي.

دغه راز به امنیت شورا سوریه کې د روان امنیتي وضعیت او بشری ناورین په اړه هم خبرې اترې ولري.

ټاکل شوې وه، چې د امنیت شوار د سوریې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیال مارک لوکوک جوړ شوي راپور ته غوږ شي، خو د فرانسې په غوښتنه، نن د امنیت شورا په غونډه کې د پردې تر شا په سوریه کې د روان وضعیت او د ترکیې دعملیاتو په اړه بحث کېږي.

باید و ویل شي، چې ترکیې تېره ورځ د (زیتون څانګې)عملیاتو په لومړۍ مرحله کې خپل ټانګونه سوریې ته د ننه کړل او د عفرین په سیمه کې یې د کردانو پټنځایونه بمبار کړي دي.

د راپورونو له مخې د ترکیې جنګي الوتکو د کردي ملېشو پر پڼنځایونو لږ تر لږه ۷۲ ځله بمبار کړی دی او د ترکیې د پوځ د مشر په وینا له ۱۱۳ موخو څخه ۱۰۸ یې بمبار شوې دي، چې په کې وژل شوي ټول کسان ترهګر دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې دغه کار په کلکو ټکو غندلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د ترکیې د کړنو مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي