د طالبانو ډلې ویاند د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ته د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د لار موندلو مبارکي ورکړه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه (د ثور ۹) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د فوټبال ملي لوبډلې د سترې بریا او د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د لار موندلو له امله خپلو ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایي.
دغه طالب لیکلي، چې د افغانستان د فوټسال لوبډلې د اسیا د ملتونو جام د غوراوي پړاو په وروستۍ لوبه کې قرغزستان ته ۵-۳ ماتې ورکړه او نړیوال جام ته یې لار وموندله.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د اسيا د فوټسال سياليو په وروستۍ لوبه کې، چې د تايلند په کوربه توب ترسره شوه؛ د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې وکولای شول د قرغزستان ملي لوبډلې ته د ۵-۳ په توپیر ماتې ورکړي او د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړیوال جام ته لار ومومي.
جمهورخبري آژانس