۰

سېف دي چلډرن خیریه موسسې په افغانستان کې خپل فعالیت درولی

پنجشنبه ۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۴
په ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا سېف دي چلډرن په دفتر تر وسله وال برید وروسته دغه ادارې په افغانستان کې خپل فعالیت درولی دی.
سېف دي چلډرن خیریه موسسې په افغانستان کې خپل فعالیت درولی
په ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا سېف دي چلډرن په دفتر تر وسله وال برید وروسته دغه ادارې په افغانستان کې خپل فعالیت درولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار چارواکي وايي پنځو تنو برید ګرو تېره ورځ سهار ۹ بجې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار په درېیمه ناحیه کې د یادې ادارې مخې ته لومړی موټر بم چاودنه وکړه او وروسته بریدګر دفتر ته ننوتل.

بریدګرو د ماښام تر ۷ بجو پورې له افغان ځواکونو سره ۱۲ ساعته جګړه وکړه او د یاد دفتر ۴۸ کارکوونکي یې برمته کړي و.

خو افغان ځواکونو په ډېرې مېړانې او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته په پام سره بریدګر له پښو وغورځول او جګړه یې پای ته ورسوله.

په دغه برید کې ټولټال ۵ تنه وژل شوي چې درې یې د سېف دي چلډرن موسسې کارکوونکي یو ملي وګړی او یو هم امنیتي سرتېر و، وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي، چې ډېری یې سرسري ټپیان او تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه اخستی دی.

له دې برید وروسته د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا سېف دي چلډرن په یاده پېښه ژوره خواشني څرګنده کړې او په افغانستان کې یې خپل فعالیت درولی دی.

دوی په یوه خپرپاڼه کې ویلي، چې د کارکوونکو امنیت یې خوندي نه دي او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یې موقتاً خپل دفترونه بند کړي او فعالیت درولی دی.

په افغانستان کې د سویډن سفیر دا حمله په کلکه غندلې او په یوه په ټویټر کې یې لیکلي، پر هغو کسانو حمله چې له افغانستان سره بشري مرسته کوي؛ په هیڅ صورت د منلو نه ده، دا د نړیوالو قوانینو خلاف جنایت دی.

باید و ویل شي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کې له ۱۹۱۹ کال څخه راپدېخوا فعالیت کوي، چې په افغانستان کې یې خپل کار له ۱۹۷۶ کال کې پیل کړی او له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۶ ولایتونو کې فعالیت لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي