روسیې په افغانستان کې وروستۍ پېښې غندلې او د دغه هېواد سفیر وايي، مسکو د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د روسیې سفیر الکساندر منتیسکي د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر سره په یوه ناسته کې کړي دي.
د ملي امنیت شورای وايي ښاغلي اتمر تېره ورځ د سلواغې ۱۳ مه کابل کې د روسیې له سفیر منتیسکي سره وکتل او دواړو لورو د کابل او مسکو پر اړیکو او د ترهګرو ضد مبارزه باندې خبرې وکړې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د روسيې سفير په افغانستان او په ځانګړې توګه د کابل وروستۍ ترهګريزې پېښې وغندلې او د ملي امنيت له سلاکار، ولسمشر غني او افغانانو سره يې خپله غمرازي شريکه کړه.
کابل کې د روسیې سفیر ویلي، چې روسيه له افغانانو سره ولاړه ده او تل يې د افغان شخړې پر سياسي حل لارې ټينګار کړى دى.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د روسيې د سفير او د دغه هېواد له نورو مشرانو د مننې تر څنګ ويلي څو چې له افغانستانه بهر د ترهګرو خوندي ځالې له منځه وړل شوې نه وي، نو ترهګري به افغانستان، سيمه او ټوله نړۍ ګواښي.
جمهورخبري آژانس:کابل