کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف وايي، طالبان دومره پیاوړي نه دي، چې په افغانستان کې ستر ګواښونه جوړ کړي او جګړه دوامداره وساتي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې سفیر زیاته کړې، دا سمه ده، چې جګړه روانه ده، خو طالبان به تر ډېره جګړې ته دوام ورنه کړی شي.
ژیرنوف ویلي، د طالبانو د فعالیتونو له لوري روسیې ته هېڅ ډول مستقیم ګواښ متوجه نه دی او دوی هر څه له نېږدې څاري.
نوموړی وايي، د روسیې پالیسي دا ده چې په افغانستان کې د دواړو لورو ترمنځ جګړې پای ته ورسېږي او په دغه هېواد کې د یوې کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو مخه ونیول شي.
د هغه په وینا روسیې خپل رسمي دريځ د افغانستان په اړه په ځلونو څرګند کړی او موخه یې هم دا ده ، چې په افغانستان کې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او روانې جګړې د خبرو له لارې ختمې کړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل