۰

د افغانستان او پاکستان تر منځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې

یکشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۴
راپورونه وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان پر سر خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې
راپورونه وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان پر سر خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ افغان پلاوی د تېرې جمعې په ورځ اسلام آباد ته ولاړ او دوه ورځې یې له پاکستانی لوري سره پر دغه پلان خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت افغان او پاکستاني پلاوی په دې خبرو کې پر مهمو مسلو دواړو خواوو پرمختګ نه دی کړی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوازې دومره ویلي، چې دواړه خواوې باید پر ځینو مسلو کار وکړي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو ویلي، چې دغه خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې او یو بند حالت ته رسېدلې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پاکستانی ورځپاڼې دي نیوز ته ویلي«دا به ونه وایم چې خبرې بیخي ناکامه شوې، دا ویلی شم چې خبرې له بند حالت
ویل کېږي افغان لوري له پاکستان څخه د دغه هېواد په خاروه کې د ترهګرو د مرکزونو او روزنځایونو د لمنځه وړولو جدي غوښتنه کوله، خو پاکستان چمتو نه وو، چې په دې برخه کې افغان لوري ته کلکه ژمنه ورکړي.
سره مخامخ شوې. دواړو خواوو ومنله چې لا هم د خبرو لپاره ځای شته، لا هم په راتلونکي کې خبرو ته هیله شته خو د نورو خبرو لپاره نېټه ټاکل شوې نه ده.»

په ورته وخت کې ځینو پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله ویلي، چې د دواړو لورو په خبرو کې ژور اختلافات موجود وو.

راپورونه وايي د دواړو لورو تر منځ په دې خبرو کې اختلافات دومره ژور وو، چې ان د خبرو په پای کې دواړو لورو ګډه اعلامیه هم وړاندې نه کړه.

ویل کېږي افغان لوري له پاکستان څخه د دغه هېواد په خاروه کې د ترهګرو د مرکزونو او روزنځایونو د لمنځه وړولو جدي غوښتنه کوله، خو پاکستان چمتو نه وو، چې په دې برخه کې افغان لوري ته کلکه ژمنه ورکړي.
باید و ویل شي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د عمل پر پلان خبرې په کابل کې د خونړیو پېښو څخه وروسته پیل شوې.

تر دغه بریدونو درې ورځې وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی د بریدونو په تړاو له اسنادو سره پاکستان ته ولاړل.

افغان چارواکو ویل پاکستان ته یې هغه اسناد او ثبوتونه ورکړي، چې ښيي د کابل وروستي بریدونه په پاکستان کې پلان او رهبري شوي دي.

کابل ته د دغه دوه افغان لوړ پوړو چارواکو تر بېرته راتلو وروسته یې کابل کې یوې خبري غونډې ته و ویل، چې دا ځل یې پاکستان ته سفر بېل وو، ځکه د دوی په وینا پاکستان د لومړي ځل
دا په داسې حال کې ده، چې سیاسي شنوونکو په وار وار ویلي، چې پاکستان ته د افغان پلاوو تګ بې ګټې دی او پاکستان تل د فرصت موندلو په هڅه کې دي او غواړي ځان له نړیوالو فشارونو وژغوري.
له پاره ومنله چې دغه ترهګرو بریدونه د دوی په خاوره کې پلان شوي وو.

د ښاغلي ستانکزي او ښاغلي برمک تر سفر څو ورځې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ یو پاکستاني پلاوی کابل ته راغلی او د د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان پر سر یې خبرې او توافق وکړ.

جنجوعه و ویل، چې ځینې داسې موارد شته چې دواړه لوري پرې خبرې وکړی او توافق ته ورسېږي، خو دغه ناستې ټول جزیات له رسنیو سره شریک نه شول.

تر دې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي په مشرۍ افغان پلاوی د تېرې جمعې په ورځ اسلام آباد ته ولاړ او دوه ورځې یې له پاکستان چارواکو سره پر دغه پلان خبرې وکړې، خو دغه خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې دي.

ښکاري پاکستاني لوري یو ځل بیا د افغانستان هغه غوښتنو ته تن نه ورکاوه، چې افغانستان په وار وار په سیمه ییزه او نړیواله کچه له پاکستان څخه غوښتې.

افغانستان تل له پاکستان څخه غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي، پر وړاندې یې عملي ګام واخلي او د ترهګرو ملاتړ پرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې سیاسي شنوونکو په وار وار ویلي، پاکستان ته د افغان پلاوو تګ بې ګټې دی ځکه دغه هېواد تل د فرصت موندلو په هڅه کې دي او غواړي ځان له نړیوالو فشارونو وژغوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي