د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په هرات کې درې وسله وال طالبان وژلي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه شاوخوا ۷:۳۰ بجې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په شیدايي سیمه کې د دوی ځواکونو د طالبانو پر یوه پوسته برید وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې پېښه کې ۳ تنه طالب جنګیالي هم وژل شوي دي.
د مقاومت جبهې زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کښې د ملي مقاومت د جبهې ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.
خبرگزاری جمهور