د بدخشان په درېیو ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد له پراخو مظاهرو او د طالبانو له خوا د دغو اعتراضونو له ځپلو وروسته، د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند د بدخشان پر تاجک طالبانو نیوکې وکړې.
دغه ګوند تېره شپه د ثور په ۱۵مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له طالبانو سره د سیمه ییزو "تاجکانو" همکاري د بدخشان له اوسېدونکو سره د "ضمیر پلورلو او خیانت" په څېر ده.
اعلامیه زیاتوي، د طالبانو سیمه ییزو عناصرو ته یو ځل بیا د جمعیت اسلامي پیغام دا دی چې دغه ډله د افغانستان د هویت او فرهنګ له تخریب، وژنې، علم ضد، عصبیت او دښمنۍ پرته بل څه نه لري. له همدې امله د خلکو په ځپلو او ظلم کې ورسره همکاري کول ښکاره بېلګه ده.
په اعلاميه کې راغلي، چې طالبان له خپلو مغرضو او شخصي ارادو او کړنو پرته د خلکو لپاره بل هېڅ مذهبي او خيرخواه هدف نه لري.
د جمعیت اسلامي په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې "د طالبانو د ټولو عذرونو او فریبونو په مقابل کې د دغې ډلې پر وړاندې د بدخشان د خلکو د زړورتیا یوازینی لامل د غضب پر بنسټ ظلم او تبعیض دی."
د يادونې وړ ده، چې د بدخشان د درېيو ولسواليو درايم، ارګو او جرايمو اوسېدونکو له درېيو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو پر ضد لاريون کړى او دغه ډله يې د خپل شخصي حريم په سرغړونې تورنه کړې ده.
دغه لاريونونه وروسته له هغه پيل شول، چې وسله والو طالبانو د درايم ولسوالۍ يو اوسېدونکی وواژه.
جمهورخبري آژانس