سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د ایساف پر ځواکونو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې مرګ ژوبله نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی زیاتوي، چې چاودنه نن سهار د کندهار - سپین بولدک ولسوالۍ پر لویه لار د دامان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړی وايي، ایساف ځواکونه پر دغه لار د تېرېدو په حال کې و، چې د سړک د غاړي خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې ده.
دی زیاتوي، چې په دې چاودنه کې ایساف ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د دوی پر ډزو دوه ولسي وګړي ټپیان شوي، چې دا مهال د قول اردو په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
جمهورخبري آژانس:کندهار