د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، په تېرو درې لسیزو جګړو کې د افغانستان ټول بنسټونه له منځه تللي دي.
طالبانو یوه بیان کې ویلي چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې په کابل کې د دهقان بندر او د کرنیزو محصولاتو د ۳۰م نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
نوموړي وویل، کرنیز محصولات د افغانستان د تولیداتو او صادراتو لویه برخه جوړوي او له بزګرانو، کرنیزو تولیداتو او محصولاتو ملاتړ د هر چا دنده ده.
د طالبانو سیاسي مرستیال زیاته کړه چې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان ټول بنسټونه د جګړو له امله ویجاړ شوي او بیارغونې ته یې جدي پام نه دی شوی.
هغه وویل، د کرنې سکتور د پانګونې لپاره ډېر ظرفیت او فرصتونه لري.
جمهورخبري آژانس