۰

ننګرهار کې ماین چاودنې درې ولسي وګړي ټپیان کړل

یکشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۹
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې درې ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
ننګرهار کې ماین چاودنې درې ولسي وګړي ټپیان کړل
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې درې ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن یک شنبې د کب ۲۷ مه سهار شاوخوا ۷ بجې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د پتیرۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د وسله والو طالبانو له خوا په خښ شوي ماین د ولسي وګړو پر هینو موټر چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، په چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي، چې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

که څه هم خوږیاڼي ویلي ماین طالبانو خښ کړی و، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په خوست او غور کې د هم د ماین چاودنو له مله درې ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي