د ثور له اتمې، چې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د بریا له ۳۲ کلیزې سره برابره ده، د افغانستان د ژغورنې ملي شورا له سیاسي او نظامي جریانونو وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړي.
دغې شورا نن شنبه د ثور ۸ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، هغه څه چې په هېواد کې روان دي د بې شرمه بهرنیو مداخلو، اشغال، بحران او تاریخي ظلمونو د دوام پایله ده.
د دغې شورا په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان «د پخواني شوروي له يرغل او اشغال څخه ډېر خطرناک دی».
د دغې ډلې په اعلامیه کې راغلي چې طالبان د افغانستان د ستونزې د حل لپاره پر خبرو باور نه لري او د افغانستان ټول سیاسي، پوځي، مدني ګوندونه او خلک باید د دغې ډلې پر وړاندې د مبارزې لاره غوره کړي.
د دې شورا په وینا، "د نړۍ هېوادونه ټولو ظلم او وحشت ته سترګې پټې کړې او د طالبانو ظلمونه یې له پامه غورځولي او له دې ډلې سره اړیکې لري."
جمهوخبري آژانس