یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي چې اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
دغه سازمان نن شنبې د ثور په اتمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرسته په افغانستان کې د ښځو، تنکیو نجونو او ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې او د اوبو او فاضله موادو د خدمتونو د ښه والي په موخه ځانګړې شوې ده.
د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې په دې مرسته به دغه ۲۷ میاشتنی پروګرام د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې پلی شي.
اعلامیې همدا راز زیاته کړې چې دغه مرسته به په افغانستان کې ۸۰ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه او د ۲۰۶ زرو نورو کسانو لپاره روغتیايي خدمات او همدارنګه ۶ زره تنکیو نجونو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.
یونیسف دا هم ویلي چې په افغانستان کې د ۱۵،۸ میلیونه ماشومانو او ۱۱ میلیونو ښځو په ګډون ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس