۰
المان:

له افغانستانه مو د سرتېرو وتل د دغه هېواد په اوضاع پورې اړ لري

دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۲
د المان دفاع وزارت ویلي، چې له افغانستان د الماني سرتېرو وتل د دغه هېواد په امنیتي اوضاع پورې اړه لري.
له افغانستانه مو د سرتېرو وتل د دغه هېواد په اوضاع پورې اړ لري
د المان دفاع وزارت ویلي، چې له افغانستان د الماني سرتېرو وتل د دغه هېواد په امنیتي اوضاع پورې اړه لري.

د جمهور خبري آژانس د له مخې دغه څرګندونې د المان دفاع وزیرې اورسلا وون درلاین افغانستان ته پخپل وروستي سفر په ترڅ کې کړې دي.

اغلې درلاین دوه ورځې وړاندې په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلې وه او له مزار کې یې د خپل سرتېرو په پوځ اډه کې له هغوی سره وکتل.

الماني رسنۍ د دفاع وزیرې له خولې وايي، چې المان به په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت وغځوي، ځکه د دې په وینا افغان پوځ لا هم تیار نه دی، چې ټول نظامی مسوولیتونه ومني.

نوموړې زیاته کړې، چې په افغانستان کې وضعیت د ډاډ وړ نه دی نو اړ دي، چې خپل نظامي ماموریت وغځوي.

د المان دفاع وزیري ویلي، چې دوی ته دا مهمه نه ده، چې د خپلو سرتېرو د وتلو له پاره ځانګړی مهال وېش وټاکې بلکې په خبره یې دا هر څه د افغانستان په اوضاع پورې اړه لري.

باید و ویل شي، چې د المان پارلمان هم په افغانستان کې د الماني ځواکونو د مامورلت اوږدول تصویب کړي دي او همدا راز یې دلته د خپلو سرتېرو شمېر له ۹۳۰ تر ۱۳ سوه پورې لوړ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي