۰

امریکا افغان هوایي ځواکونو ته 8 ScanEagle بې پیلوټه الوتکې اخلي

پنجشنبه ۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۲
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي په پام کې لري، چې د افغان هوايي ځواکونو له پاره 8 ScanEagle بې پیلوټه الوتکې وپېري.
امریکا افغان هوایي ځواکونو ته 8 ScanEagle بې پیلوټه الوتکې اخلي
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي په پام کې لري، چې د افغان هوايي ځواکونو له پاره 8 ScanEagle بې پیلوټه الوتکې وپېري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پتڼاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه الوتکو د پېر له پاره یې انسیټو کمپني سره قرارداد کړی دی.

سرچینې زیاتې کړې، چې د دغه الوتکو په پېرلو په ۴۷ میلیونه ډالره لښکت راشي او یاد شرکت به د افغان هوایي ځواکونو لپاره د ۸ بې پیلوټه الوتکو تر څنګ د دغو الوتکو پرزې، تدارکاتي اسانتیاوي او د اړتیا وړ نور تجهیزات برابر کړي.

د پنټاګون په خبرپاڼه کې راغلي،  ټاکل شوې ده چې دغه قرارداد د ۲۰۱۹ میلادي کال تر مارچ میاشت پورې بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند ویلي دوی هم د افغان هوايي ځواک له پاره څلور جنګي چورلکې پېري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي