د بښنې نړیوال سازمان یا امنېسټي انټرنشنل وايي، په افغانستان کې باید اعدامونه عملي نه شي، ځکه د اعدامونو تر سره کول د دې هېواد له ثبات سره مرسته نه کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان یاده غوښتنه په نړۍ کې د ۲۰۱۷ میلادي کال د اعدامونو په اړه په هغه راپور کې چې نن پنشنبې د وري ۲۳ مه یې خپور کړی کړې ده.
به دغه راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۷ میلادي کال په افغانستان کې پنځه تنه په اعدام محکوم په دار ځړول شوي او دا کار هغه هم په بیړه د ترهګریزو حملو د زیاتېدو په غبرګون کې شوی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان وایي، که څه هم په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په نړۍ کې د اعدامونه اندازه د وړم کال په نسبت ډېره راکمه شوې، خو د افغانستان درې ګاونډیان ایران، پاکستان او چین د نړۍ د هغو پنځو هېوادونو په کتار کې راغلي چې تر ټولو زیات اعدامونه پهکې ترسره شوي دي.
د تأیید شویو ۹۹۳ اعدامونو له جملې له نیمایي زیات یعنې ۵۰۷یې په ایران کې ترسره شوي او په پاکستان کې هم د تأیید شویو شمېر ۶۰ ښودل شوی دی.
د راپور له مخې د چین په اړه چې هر کال په زرګونه کسان اعداموي شمېرې نهشته ځکه دا هېواد دغسې معلومات دولتي راز بولي.
جمهورخبري آژانس:کابل