د ملي دفاع وزارت وايي، ځانګړو او هوايي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې د وسله والو طالبانو د روزنې یو لوی مرکز له منځه وړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي شوي، چې د پوځ ځانګړو او هوايي ځواکونو د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ په لالم سیمه کې د طالبانو دغه روزنیز مرکز له منځه وړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه مرکز کې وسله والو طالبانو جګړیزه او ترهګریزه روزنه ورکول کېده، چې د افغان ځواکونو له خوا د منځه یووړل شو.
دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان شوي، چې په ټپیان کې د فاروقي په نوم د طالبانو یو سرګروپ هم شامل دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په عملیاتو کې د وسله والو دوه له چاوېدونکو توکو ډک موټر او ګڼ شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل