۰

پاکستان ته نوی موقت لومړی وزیر ټاکل شوی دی

شنبی ۱۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۰
د پاکستان پخوانی قاضي القضات ناصر الملک د شاهد خاقان عباسي پر ځای د پاکستان د موقت لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
پاکستان ته نوی موقت لومړی وزیر ټاکل شوی دی
د پاکستان پخوانی قاضي القضات ناصر الملک د شاهد خاقان عباسي پر ځای د پاکستان د موقت لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ناصرالملک پرون جمعه د غبرګولي ۱۱ مه وورسته له هغې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه چې عباسي د پنجشنبې په شپه له خپل مقام استعفا وکړه او د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د هغه هېواد پارلمان منحل اعلان کړ.

ناصرالملک به د جولای تر ۲۵مې پورې ددغه هېواد لومړی وزیر وي، د ده په وخت کې به ټاکنې کېږي او نوی کس به د ده ځای ته راځي.

تر نوي لومړي وزیر مخکې شاهد خاقان عباسي د پاکستان لومړی وزیر و او هغه له هغه وروسته د پاکستان لومړی وزیر ټاکل شوی و، چې پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د پراخ فساد په تور له دندې ګوښه کړل شو او د تل لپاره په پاکستان کې له سیاسي چارو منع کړل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي