۰

ناټو د افغان دینی عالمانو دوروستۍ پرېکړې ملاتړ کړی دی

سی شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۷
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د روانې جګړې په اړه د افغان دیني عالمانو وروستۍ پرېکړه ستایلې او د ملاتړ اعلان یې کړی دی.
ناټو د افغان دینی عالمانو دوروستۍ پرېکړې ملاتړ کړی دی
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د روانې جګړې په اړه د افغان دیني عالمانو وروستۍ پرېکړه ستایلې او د ملاتړ اعلان یې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ماموریت نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان دیني علماوو دلته روانه جګړه حرامه بللې او له طالبانو یې غوښتي چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

په خبرپاڼه کې راغلي ناټو هم د افغان عالمانو دغه پرېکړه پر ځای بولي، هر کلي او ملاتړ یې کوي او په سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړه ده.

خبرپاڼه کې ناټو ټينګار کړی، چې ترهګر غواړي د سولې لپاره د افغانانو غږ چوپ کړي خو امریکا او ناټو د افغانانو تر څنګ ولاړه ده.

باید و ویل شي، چې پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه کابل د لویې جرګې په خیمه کې لږ تر لږه ۲۵۰۰ دیني عالمانو غونډه درلوده، چې په کې یې په متفقې فتوار سره په افغانستان کې روانه جګړه، ځانمرګي بریدونه چاودنې او نورې خونړۍ پېښې ناروا او اسلام سره په ټکر کې وبللې.

دینی عالمانو په فتوا کې ویلي دي، چې دا جګړه د پردیو او د پردیو د ګټو جګړه ده، چې هېڅ ډول شرعي صبغه نه لري او له افغان وژنې پرته بله موخه نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي