۰

ډونالډټرمپ او کیم جونګ اون د خبرو له پاره سنګاپور ته روان شوي دي

یکشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۴
سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون سره د لیندې په خاطر له کاناډه و سنګاپور ته روان شو.
ډونالډټرمپ او کیم جونګ اون د خبرو له پاره سنګاپور ته روان شوي دي
سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون سره د لیندې په خاطر له کاناډه و سنګاپور ته روان شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرامپ د جي ۷ هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه کاناډا ته تللی و او سپینه ماڼي وايي، چې ټرمپ په دې غونده کې تر ګډون وروسته کاناډا پرېښې او سنګاپور ته روان دی شوی دی.

ویل کېږي، چې ټرامپ به نن یک شنبې د غبرګولي ۲۰ په ځايي وخت له غرمې وروسته په ۸:۳۰ بجو سنګاپور ته ورسېږي.

په ورته وخت کې کیوډو خبري آژانس د ديپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي، چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون به هم نن یک شبنې د غبرګولي ۲۰ مه سنګاپور ته ورسېږي.

ټرامپ د جي ۷ هېوادونو د غوندې له پرېښودو وروسته ویلي و، چې اوس یې ټول فکر له اون سره پر لیدنه او خبرو اترو راټول دی تر څو وکولای شي په کوریا ټاپو کې اټومي ستونزې ته د پای ټکی کېږډي.

ټاکل شوې، چې ټرمپ او اون به د جواز ۲۲ مه (۱۲جون) په سنګاپور کې یو له بل سره وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي