د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د وسله والو طالبانو له لوري د د درې ورځني اوربند هر کړی کړی او پر ښکېلو غاړو یې یو ځل بیا غږی کړی، چې د سولې خبرې پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتېرېش په یوه خبرپانه کې ویلي، چې افغان حکومت او طالبان دې د اوربنده له دغه فرصته په ګټې اخستنې سره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پاره مذاکرات پیل کړي.
د ملګروملتو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، سرمنشي په دې کلک باور لري چې د افغانستان جګړه پوځي حللار نه لري او یوازې سیاسي پخلاینه د افغانستان ټپونه رغولی شي.
دوجاریک د سرمنشي له قوله وايي، چې ملګري ملتونه په دې مهمه چاره کې د افغانستان د ولس او حکومت ملاتړ ته ژمن دي.
باید و ویل شي، چې اروپايي اتحادیې، ناټو، امریکا، رورسيې، او یو شمېر نورو هېوادونو هم د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له اوربنده هرکلی کړی او پر ښکېلو غاړو یې غږ کړی، چې د سولې لار خپله کړي.
دغه راز په کور د ننه هم د ولسمشر غني او طالبانو دغه ګام ستایل شوی او د ملاتړ تر څنګ یې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې اوربند اوږد او د سولې خبرو ته سره کېني.
جمهورخبري آژانس:کابل