۰

د اسرائیلو د جاسوسۍ یوه الوتکه سوریه کې لوېدلې

چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۴
د اسرائیلو پوځ وايي، د سوریې په خاروه کې یې د جاسوسۍ یوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې ده.
د اسرائیلو د جاسوسۍ یوه الوتکه سوریه کې لوېدلې
د اسرائیلو پوځ وايي، د سوریې په خاروه کې یې د جاسوسۍ یوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه الوتکې د لوېدو خبر لومړی سوري سرچینو اعلان کړی و، خو د اسرائیلو پوځ یې اوس پخلی کړی دی.

د اسرائیلو د پوځ ویاند پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی یوه بې پیلوټه  Skylarkډوله الوتکه د سوریې د قنیطره ولایت د حضر ښارګوټي ته نېږدې لوېدلې ده.

دغه الوتکه په سیمه کې د جاسوۍ او پرېژندنې له پاره کارېدله، چې ویل کېږي د سوریې د پوځ د هوايي ضد سیستم لا خوا راغورځول شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي