۰

نیجریا د وروستیو تاوتریخوالي له امله نظامي حکومت اعلان کړ

دوشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۵
نیجریا کې د بزګرانو او کوچیانو تر منځ نښتې وروسته چې کابو ۸۶ تنه په کې و وژل شول دغه هېواد په پلاتو کې نظامي حکومت اعلان کړی دی.
نیجریا د وروستیو تاوتریخوالي له امله نظامي حکومت اعلان کړ
نیجریا کې د بزګرانو او کوچیانو تر منځ نښتې وروسته چې کابو ۸۶ تنه په کې و وژل شول دغه هېواد په پلاتو کې نظامي حکومت اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد امنیتي سرچینو تایید کړه، چې د مرکز پلاتو په ایالت کې د دوه قومونو تر منځ نښته کې ۸۶ تنه وژل شوي دي.

دغه جګړه د کرونده ګرو د بروم او د کوچیانو د فولاني قومونو تر منځ رامنځ ته شوې وه، چې په کې ۵۰ کورونه، ۱۵ موټرسایکلونه او دوه موټر هم سوځول شوي و.

دغه نښته د تېرې پنشنبې په ورځ رامنځ ته شوې خو حکومت د دې له پاره چې حالت عادي شي له تېرې ورځې راهیسې په دې ولایت کې نظامي حکومت اعلان کړی او پر تګ راتګ یې بندیز لګولی دی.

باید و ویل شي، چې په نیجریا کې قومي شخړې له کلونو راهیسې دوام لري او د ګرونده ګرو قوم د دغه هېواد ولسمشر د خپل فولاني قوم څخه په ملاتړ تورن کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي