۰

د فراه د پرچمن پخوانی ولسوال افغان ځانګړو ځواکونو نیولی دی

چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۴
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ پخوانی ولسوال محمد داود مبارز نیولي دی.
د فراه د پرچمن پخوانی ولسوال افغان ځانګړو ځواکونو نیولی دی
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ پخوانی ولسوال محمد داود مبارز نیولي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې محمد داود مبارز د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس په فراه ولایت کې د ترهګریزه کړنو په تړاو نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړو ځواکونو د پرچمن د پخواني ولسوال سره یو ځای د مومن شاه، دلاور، عبدالحی، شیر احمد، عبدالباتن، ولی محمد، شریف احمد، صدرالدین، شاه محمد او عبدالحکیم په ګدون د هغه یو شمېر ملګري هم نیولي دي.

د ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې نیول شوی ولسوال او ورسره ملګري ټول عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي