د افغان پوځ چارواکي د هېواد په شمال سمنګان ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم سیمه ییز قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي، دغه طالب قوماندان پرون چهارشنبې د چنګاښ ۱۳ مه د سمنګان ولایت په سرخ قلعه سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې د طالبانو یو مهم سیمه ییز قوماندان وژل شوی او شپږ ساتونکي یې نیول وشي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو درې عرادې موټر سایکلونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس: سمنګان