۰
لوېدیځې رسنۍ:

د امریکا او طالبانو له لیدنو او خبرو ښکاري، چې د سولې هڅې به رنګ راوړي

دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۰
لوېدیځې رسنۍ وايي، د امریکايي چارواکو او وسله والو طالبانو تر منځ له لیدونو او خبرو اترو ښکاري، چې د افغان سولې هلې ځلې به منزل ته ورسېږي.
د امریکا او طالبانو له لیدنو او خبرو ښکاري، چې د سولې هڅې به رنګ راوړي
لوېدیځې رسنۍ وايي، د امریکايي چارواکو او وسله والو طالبانو تر منځ له لیدونو او خبرو اترو ښکاري، چې د افغان سولې هلې ځلې به منزل ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز په خپل یوه مطلب کې لیکلي، چې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو لیدنې مهمې وې او ښايي دغه لیدنې او خبرې اترې دوام پیدا کړي.

په راپور کې ویل شوي، له دغه ډول لیدنې د سولې په اړه مثبتې نښې نښانې ښکاري او هیلې پيدا کېږي چې د سولې هلې ځلې به منزل ته رسېږي.

په ورته وخت کې سیډني مارنېنګ په خپل یوه مطلب کې ویلي، چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د ټرمپ په تګلاره کې د ژور بدلون په مانا دي.

دغه نشریې هم په خپل مطلب کې په قطر کې د طالبانو او امريکایي ديپلوماتانو کتنې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، دغه کتنه ښيي چې د امریکا په تګلاره کې د پام وړ بدلون راغلی دی او غواړي افغان جګړه پای ته ورسول شي.

نشریې دغه ډول لیدنې مثبتې بللې دي، چې په وینا یې دا یو بې ساري او نوی اقدام و، چې تر دې وړاندې نه و ترسره شوی او تمه ده، چې د افغانستان د جګړې د دایمي حل سبب شي.

باید و ویل شي، چې امریکايي چارواکو او طالبانو نږدې دوه اونۍ وړاندې په دوحه کې سره وکتل، دواړو لورو د سولې لپاره د زمینې پر برابرولو بحثونه کړي دي.

دواړو لورو د دغه لیدنو او خبرو اترو تاييد کړی او ویلي یې دي، چې خبرې یې په دوستانه فضا کې او ګټورې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي