سیمه ییز چارواکي وايي، د بادغیس ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي، د هغه مرستیال، یو ولسوال او د ۸ قوماندانانو په ګدون لسګونه طالبان په فاریاب ولایت کې وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بادغیس د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني ویلي، په وژل شویو طالبانو کې د اب کمري ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال هم شامل دی.
که څه هم د وژل شویو کسانو نوم او هویت نه دی په ډاګه شوی خو د بادغیس د پولیسو ویاند ویلي، چې دغه طالب وسله وال د فاریاب د غورماچ ولسوالۍ په جګړه کې د ګډون په موخه دغه ولایت ته تللي وو.
د امیني په وینا په دې وروستیو هوايي بریدونو کې د بادغیس له پاره د طالبانو نومول شوی والي، د هغه مرستیال، د اب کمري له پاره د طالبانو ولسوال، بادغیس کې د طالبانو د نظامي تنظيماتو رئيس او د طالبانو اته قوماندانان او سرګروپان له خپلو ۶۰ ملګرو سره وژل شوي دي.
بل خوا په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو هم په دوه جلا خبرپاڼو کې د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د لسګونو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دغه قول اردو په لومړۍ خبرپانه کې ویلي، چې د غورماچ په لار د امنیتي ځواکونو پر کاروان د طالبانو تر برید وروسته هوايي ځواک چې د ناټو مرسته هم ورسره وه، پر طالبانو بریدونه کړي او ۸ قوماندانانو په ګډون یې تر ۷۰ پورې طالبان وژلي دي.
په یوه بله خبرپانه کې بیا یادې قول اردو ویلي، چې تېره شپه د غورماچ ولسوالۍ په چیچکتو سیمه کې د غورماچ له پاره د طالب ولسوال ملا شیرین ګل په مېلمستون په هوايي برید کې د هغه په ګډون تر ۵۰ زیات طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بادغیس