د پنجشیر ولایت لپاره د طالبانو د ډلې سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی چې یو شمیر چینایي سوداګرو دغه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
طالبانو نن د غوايي اوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چین هېواد یو شمېر سوداګرو دغه ولایت ته د خپل سفر پر مهال په دغه ولایت کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
دغو سوداګرو دغه راز کابل ته د پنجشېر د بحيرې د اوبو د لېږد د سترې او ملي پروژې د قرارداد په لاسليکولو کې د خپلې لېوالتيا يادونه وکړه.
د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو د ډلې والي له کورنيو او بهرنيو پانګوالو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او د چينايي سوداګرو د پرېکړې ملاتړ يې وکړ.
طالبانو ویلي چې د سلګونو پرمختیايي پروژو ترڅنګ د پنجشیر له بحیرې څخه کابل ته د اوبو د انتقال یوه لویه ملي پروژه هم لري چې په جدي توګه پرې کار روان دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د دغې ډلې له واکمنۍ سره ټول کورني او بهرني پانګوال له دغه هېواده ووتل.
جمهورخبري آژانس