د کاپيسا ولايت مرمي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له خوا دوه مېرمنې په ډزو وژل شوې دي.
دغه پيښه نن شنبه د غوايي په لومړۍ نېټه د اله سای ولسوالۍ د پچاګم حسن اباد په کلي کې رامنځته شوې ده.
خو ځينو دولتي سرچينو ويلي، چې د دې پېښې عاملين وسله وال طالبان دي.
د پېښې د قربانیانو په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.
د دې پېښې انګېزه تر اوسه معلومه نه ده.
جمهورخبري آژانس