۰

صلاح الدين رباني د سولې به برخه کې له قطر نه د همکارۍ غوښتنه کړې

شنبی ۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۴
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له قطره غوښتي، چې د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري او مرسته وکړي.
صلاح الدين رباني د سولې به برخه کې له قطر نه د همکارۍ غوښتنه کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له قطره غوښتي، چې د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري او مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رباني دغه غوښتنه د له خپل قطري سیال شيخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني څخه کړې ده.

د افغانستان او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د ۷۳ عمومي غونډې په څنډه کې یو له بل سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي رباني د سولې په برخه کې د قطر هېواد رول مهم وباله او د بنسټپالنې سره د مبارزې او په افغانستان کې یې د سولې د تامينولو په لاره کې د یاد هېواد د ملاتړ غوښتنه وکړه.

خبرپانه وايي، د قطر د بهرنيو چارو وزير هم د افغانانو په مالکیت د سولې په اړه د خبرو ملاتړ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي