د چک جمهوریت په پارلمان کې له افغانستان د دغه هېواد د پوځیانو د ایستلو پر سر خبرې او بحث شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چک پارلمان پرون سه شنبې د اکتوبر ۲۳ مه وروسته له هغې پر دې موضوع خبرې کړې، چې په دې وروستیو کې یې ۴ سرتېري په افغانستان کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
همدې موضوع د دغه هېواد په پارلمان او دغه راز د چارواکو او چکي ولس تر منځ خبرې او بحثونه جدي کړي دي.
د چک جمهوریت د بهرنیو چارو پخواني وزیر لیوبومیر زاورالیک د پارلمان غونډې ته ویلي، نور نه غوام چې مړه عسکر و وینم.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د بحران پای نه دی معلوم نو له دې امله باید چکي پوځیان له دغه هېواد څخه و ایستل شي.
خو په ورته وخت کې د چک جمهوریت د ولسمشر ویاند ویلي، چې ولسمشر یې د افغانستان د ماموریت ملاتړ کوي.
باید و ویل شي، چې اوسمهال ۳۵۰ چک عسکر د ناټو تر قوماندې لاندې، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت غړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل