۰
د ولسمشر دوهم مرستیال:

د خاص اروزګان خلک دې د خپل عزت په خاطر د طالبانو پر وړاندې دفاع وکړي

پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۰
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ له خلکو وغوښتل، چې د خپل غزت په خاطر دې د طالبانو پر وړاندې راپورته او له ځانه دې دفاع کړي.
د خاص اروزګان خلک دې د خپل عزت په خاطر د طالبانو پر وړاندې دفاع وکړي
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ له خلکو وغوښتل، چې د خپل غزت په خاطر دې د طالبانو پر وړاندې راپورته او له ځانه دې دفاع کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دانش چې نن پنشنبې د لړم ۱۰ مه یې د خبریالانو د مصوونیت په اړه جوړه شوې غونډه کې وینا کوله پر خاص اروزګان ولسوالۍ د طالبانو بریدونو په اشارې و ویل، تر ټولو بده دا، چې د امنیتي ارګانونو ویندویان له دغه پېښې بې خبري ښيي.

نوموړي خاص اروزګان کې د طالبانو له لوري پر خلکو د بریدونو د نه مخینوي په برخه کې پر امنیتي ځواکونو هم نیوکې وکړې او ویې ویل، چې طالبانو هلته لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اولې، خو ځايي ادارې او امنیتي ارګانونو د خلکو څخه د دفاع په موخه هېڅ اقدام نه دی کړی.

دانش په ټینګار سره و ویل که څه هم هېواد کې امنیتي ستونزې ډېري دي، خو امنیتي ځواکونه اړ دي، چې د خاص اروزګان له خلکو دفاع وکړي او دغه ستونزه نوره غوټه او ستره نه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د خاص اروزګان خلک له دولت څخه د ملاتړ په خاطر د طالبانو تر ډلیزه بریدونو لاندې دي، خو پر خلکو یې غږ وکړ، چې د طالبانو ظلم ته تسلیم نه شي او په مېړانه له خپل عزت څخه دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ولسي جرګې ځینو غړو هم پر حکومت له همدې امله نیوکه وکړه او ویې ویل، که د خاص اروزګان په اړه جدي اقدامات ونه شي قومي جګړې به رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي