په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د وروستیو جګړو له امله د خاص اروزګان، مالستان او جاغوري ولسوالیو ۹۳۰ کورنۍ د بامیانو مرکز ته کډه شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې پرون شنبې د لړم ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تر ۷۰ پورې نورې کورنۍ هم بامیانو ته په لار دي.
اوچا په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه راز د جګړې له امله لږ تر لږه ۲۲۶۰ بې ځایه شوې کورنۍ د غزني مرکز ته ور کډه شوي دي.
اوچا ویلي چې دا ارقام یې د جمعې له ورځې راهیسې غونډ کړي دي او لا هم په مالستان، جاغوري او خاص اروزګان کې جګړه روانه ده.
خو په وینا یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اضافي ډلې جاغوري ته رسېدلي او د عملیاتو لپاره تیاری نیسي.
ملګري ملتونه وايي، په بامیان، غزني او کابل کې له بې ځایه شوېو خلکو سره د مرستې مرکزونه یې تر سخت فشار لاندې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل