۰

ولسي جرګه: چا چې په ټاکنو کې درغلي کړې باید مجازات شي

دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۲
ولسي جرګه ټینګار کوي، هغه کسان چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې یې درغلي کړې باید تر عدلي او قضايي څار لاندې ونیول شي او مجازات شي.
ولسي جرګه: چا چې په ټاکنو کې درغلي کړې باید مجازات شي
ولسي جرګه ټینګار کوي، هغه کسان چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې یې درغلي کړې باید تر عدلي او قضايي څار لاندې ونیول شي او مجازات شي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د نن دوشنبې د لیندۍ ۱۲ مې په غونده کې و ویل، د ټاکنو دواړه کمېسیونونه درنې او ګواښوونکی مسوولیت لري تر څو د خلکو رایې د امنیت په توګه وساتي او هغه کسان، چې که د کمېسیونو کارکوونکي دي، که نوماندان او که څارونکي، چې درغلي یې کړې باید عدلي او قضايي ارګانونو ته ورمعرفي کړي، تر چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو د خلکو باور پیدا شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې که درغلي کوونکي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي او له قانون سره سمه جزا ورکړل شي، نو تر ډېره به د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د درغلۍ مخه ونیول شي، او که همداسې وي د راتلونکو ټاکنو د شفافیت هېڅ تضمین نه شي کېدای.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې یو شمېر غړو د تېرو ولسي جرګې د ټاکنو پروسه ناکامه او له درغلیو ډکه وبلله او ویې ویل هغه کسان چې درغلي یې کړې باید قانوني چلند ورسره وشي.

د جرګې غړي جنرال نقیب الله دا تور هم پورې کړ، چې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پایلې د کمېسیون له خوا مهندسي شوې او د پایلو په فورمونو کې لاسوهنه شوې ده.

د هغه په وینا د یوه نوماند رایې بل ته ورکړل شوې او تر څو چې دا مساله په دقیق او شفاف ډول ونه څېړل شي د ټاکنو پایلې به خلکو ته د منلو نه وي.

د جرګې یو بل غړي صادقي زاده نیلي بیا یو شمېر نوماندان تورن کړل، چې د رایې اچونې په ورځ یې له زور زر څخه کار اخیستی او ځینې کسان په همدې تړاو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي هم دي، خو تر اوسه یې په اړه هېڅ ډول عملي اقدام نه دی تر سره شوی.

نوموړي ټینګار وکړ سره له دې چې دومره لوی فساد په ټاکنو کې شوی خو د ده په وینا کمېسیون بیا هم په ډېره بې شرمۍ سره دا پر ځان نه وروړي.

په ولسي جرګه کې محمد اکبري د بامیانو ولایت استازي و ویل، چې د ولسي جرګې تېرې ټاکنې تر ټولو بدې ټاکنې وې خو د دې له پاره چې پر ټاکنو د خلکو باور ته زیان ونه رسېږي، باید راتلونکې ټاکنو لپاره بایومتریک معیار وټاکل شي او رڼې ټاکنې تر سره شي.

د میدان وردګو ولایت استازي غلام حسین ناصري بیا ویل، چې ولسي جرګې ته به راتلونکي استازي ۷۰ سلنه هغه کسان وي، چې د خلکو په رایو نه دي راغلي، او یوازې ۳۰ سلنه به یې هغه کسان وي، چې په رښتیا یې د ولس رایه خپله کړې ده.

اکبر د ټاکنو پر دواړو کمېسیونو غږ وکړ، چې تر خپل توان پورې باید عدالت مراعات کړي او پارلمان ته د هغه کسانو د تګ مخه ونیسي، چې غواړي په درغلیو او چل لار و مومي.

 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي