۰

د پکتیکا د حج او اوقافو یو مدیر په هوايي برید کې وژل شوی دی

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۵
سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیکا ولایت د حج او اوقافو ریاست یو مدیر او یو بل کس په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.
د پکتیکا د حج او اوقافو یو مدیر په هوايي برید کې وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیکا ولایت د حج او اوقافو ریاست یو مدیر او یو بل کس په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پکتيکا د ارشاد، حج او اوقافو رييس قاضي ضبط الله ویلي د دوی د ریاست یو مدیر ذبیح الله له دندې د کور خوا ته روان و، چې د مرکز ښرنې په سردې سیمه کې پرې هوايي برید شوی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې مدیر ذبیح الله وژل شوی دی، خو په دې اړه یې نور جزیان نه دي ورکړي، چې برید د افغان ځواکونو له خوا شوی او د که د بهرنیو ځواکونو.

بل خوا د د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين د دې خبر د پخلي ترڅنګ وایي، په دغه برید کې د ارشاد، حج او اوقافو رياست تر څنګ یو بل کس هم وژل شوی دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو عیني شاهدان وايي، ذبیح الله په موټر سایکل سپور و، چې برید پرې شوی دی.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي