۰

افغانستان، چین او پاکستان یو توافق لیک لاسلیک کړ

شنبی ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۸
د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ د افغان سولې او په سیمه کې د ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او دغه راز د اړیکو د پراختیا په برخه کې یو هوکړه لیک امضا کړ.
افغانستان، چین او پاکستان یو توافق لیک لاسلیک کړ
د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ د افغان سولې او په سیمه کې د ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او دغه راز د اړیکو د پراختیا په برخه کې یو هوکړه لیک امضا کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هوکړه لیک کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ د دویمې درې اړخیزه غونډې په ترڅ کې د درې واړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا لیک شو.

د افغانستان، چین او پاکستان ګډه درې اړخیزه غونډه نن شنبې د لیندۍ ۲۴ مه د کابل په کوربتوب او د چین په نوښت کابل کې جوړه شوې وه، چې په کې د صلاح الدین رباني، وانګ یې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تر څنګ یو شمېر نورو چارواکو هم برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې و ویل، چې په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولو په ګټه دی نو ځکه چین هڅه کوي، چې له یوې خوا د افغان سولې او ثبات په برخه کې رول ولوبوي او له بلې خوا د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکې ورغوي.

هغه زیاته کړه، چې د دې درې اړخیزه غونډې په ترڅ کې د درې واړه هېوادونو تر منځ پر افغان سولې، له ترهګرۍ سره پر ګډې مباررزې او دغه راز د سیمه ییز همکاریو په برخه کې خبرې وشوې او په اړه یې یو تړون هم لاسلیک شو.

که څه هم نوموړي د دغه هوکړه لیک په اړه ډېر جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل، چې د یاد تړون له مخې به درې واړه هېوادونه په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات او دغه راز د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ګډه کار کوي.

وانګ يي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې سوله د ټولو په ګټه ده او چین په کلکه هڅه کوي، چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، ځکه افغانستان کې د سولې په ټینګېدو سره په سیمه کې ګڼو لویو اقتصادي پروژو ته لار پرانستل کېږي.

د هغه په وینا چین د افغان سولې تر څنګ هڅه کوي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په اړیکو کې هم ښه والی راشي او یو بل اعتماد وکړي، ځکه دواړه هېوادونه د چین ستراتېژیک ملګري دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي