۰

یوناما کونړ کې د ولسي وګړو د وروستۍ مرګ ژوبلې په اړه پلټنې کوي

یکشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۶
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما اعلان کړي، چې د افغانستان په کونړ ولایت کې د ولسي وګړو د وروستۍ مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه پلټنې کوي.
یوناما کونړ کې د ولسي وګړو د وروستۍ مرګ ژوبلې په اړه پلټنې کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما اعلان کړي، چې د افغانستان په کونړ ولایت کې د ولسي وګړو د وروستۍ مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه پلټنې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د کونړ په شلټن ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه تر لاسه کړي، چې په اړه به یې څېړنه وکړي.

باید و ویل شي، چې افغان او بهرنیو ځواکونو د تېرې جمعې په شپه د کونړ ولایت په شلټن ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي، چې د چارواکو په وینا طالبان په کې وژل شوي خو ځايي خلک او ولایتي شورا غړي وايي، تر ډېره مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې.

د کنړ سیمه ییز او امنیتي چارواکي وايي، په دغه برید کې د القاعده، ازبک او چیچین جنګیالیو په ګډون تر ۴۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو د کونړ د ولایتي شورا یوه غړي عبدالطیف فضلي رویټز خبري آژانس ته ویلي، چې په دې عملیاتو کې ۱۲ ماشومان، ۸ مېرمنې وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه ویاند په دې عملیاتو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله رد کړې او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې تر ۴۰ زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي