۰

د جمهور د ځوان خبریال د شهادت یو کال پوره شو خو د خبریالاتو د قتل دوسیې نه دي څېړل شوې

سی شنبه ۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۶
د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی د جمهور آژانس د ځوانان خبریال شهید سید مهدي حسیني د شهادت د لومړۍ کلیز په پوره کېدو سره له حکومته وغوښټل، چې د خبریالانو د قتل دوسيې په جدي توګه وڅېړي.
د جمهور د ځوان خبریال د شهادت یو کال پوره شو خو د خبریالاتو د قتل دوسیې نه دي څېړل شوې
د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی د جمهور خبري آژانس د ځوانان خبریال شهید سید مهدي حسیني د شهادت د لومړۍ کلیز په پوره کېدو سره له حکومته وغوښټل، چې د خبریالانو د قتل دوسيې په جدي توګه وڅېړي.

شهید سید مهدي حسیني د جمهور خبري آژانس یو ځوان، تازه او فعال خبریال وړ، چې تېر کال د مرغومي میاشتې په ۷ مه نېټه په یوه ځانمرګي برید کې شهید شو.

نوموړی د راپور جوړلو په موخه د کابل لوېدیځ لور ته یوې غوندې ته ورغلی و، خو پر دغه غونډه د داعش لخوا ځانمرګی برید وشو، چې سید مهدي حسني هم په کې په شهادت ورسېده.

شهید سید مهدي حسني تازه ۲۳ کلنه شوی و، د مور او پلار همدا یو زوی وو، د کابل په یوه شخصي پوهنتون کې د حقوقو پوهنځۍ د درېیم کال محصل و او وروسته له وخته یې له جمهور خبري آژانس سره د رسمي خبریال په توګه دنده تر سره کوله.

شهید حسیني له یوه کال څخه زیات د جمهور خبري آژانس سره د خبریال او راپور جووړنکي په توګه همکاري کوله، او په دې آژانس کې پر یوه فعال او تکړه خبریال بدل شوی وو.

د هغه پر شهادت یو کال اوړي او د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی د چارواکو په وینا د افغانستان د رسنیو په کور کې د شهید حسیني او هغه ته ورته خبریالانو ځای ډک ناشونی کار دی.

د نی بنسټ اجرائیوي رییس مجیب خلوتګر په دې اړه جمهور خبري آژانس ته په یوه مرکه کې و ویل«د رسنیو له کوره د خبریالانو تلل هغه تشته ده، چې ډکول یې امکان نه لري.»

نوموړي و ویل، په خواشنۍ سره چې په افغانستان کې د هر کال په تېرېدو سره د خبریالانو او بیان د آزادۍ وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، او حکومت هم تر اوسه په دې برخه کې لازمه پاملرنه نه ده کړې.

د هغه په وینا لکه څنګه چې تېر کال د خبریالانو او رسنیو لپاره خونړۍ و سږ کال هم همداسې خونړۍ و او ډېری خبریالان په دې برخه کې قرباني شول.

د نی مشر د ځوانان خبریال شهید سید مهدي حسیني او دغه راز نورو خبریالانو کورنیو ته د ډاډګیرې په پار له حکومته وغوښټل، چې د خبریالانو د قتل دوسيې په جدي توګه وڅېړي.

نوموړې په دې اړه چې د خبریالانو د دفاع او ملاتړ بنسټونو د شهیدانو له کورنیو سره څه کړي و ویل، چې دوی ۹ مقررې چې یو په کې هم د شهیدو خبریالانو کورنیو ته د یوې اندازې حقوق چې د تقاعد په شکل وي، د ورکړې طرحه جوړه کړې، چې اوس له افغان حکومت سره په ګډه ورباندې کار کوي، تر څو تصویب او نافذه شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي