۰
ځینې سیاسي ګوندونه:

د ولسمشرۍ ټاکنو له ځنډ سره موافق نه و، د کمېسیون اوسني غړی باید لرې شي

دوشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۴
ځینې سیاسي ګوندونو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډ ته په غبرګون کې وايي، دوی د ټاکنو له ځنډولو سره موافق نه وو.
د ولسمشرۍ ټاکنو له ځنډ سره موافق نه و، د کمېسیون اوسني غړی باید لرې شي
ځینې سیاسي ګوندونو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډ ته په غبرګون کې وايي، دوی د ټاکنو له ځنډولو سره موافق نه وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یو شمېر سیاسي ګوندونه تور پورې کوي، چې یاد کمېسیون په دې جوړښت او دې غړو د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي وړتیا او توان نه لري او باید ژور اصلاحات په کې راوستل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون اعلان وکړ، چې د ټاکنو د ښه مخه وړلو، روڼوالي او تخنیکي ستونزو په پام او د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د نظرنو په پام کې نیولو سره یې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري له ۳۱ مې د همدې کال د چنګاښ ۲۹ مې ته ځنډولې دي.

خو یو شمېر سیاسي ګوندونو د کمېسیون له خوا د ټاکنو پر ځنډ نیوکه کړې او وايي، دوی له دغه ځنډ سره موافق نه و او نه هم ورسره سلا مشوره شوې ده.

سیاسي ګوندونه ټینګار کوي، تر چې په یاده کمېسیون کې ژور اصلاحات نه وي راغلي، په اوسنی مدیریت سره به یې د دوی په وینا د ولسمشرۍ ټاکنې همداسې مسخره وي لکه تېري پارلماني ټاکنې.

په دې اړه د اسلامي حزب یو ویاند حشمت الله ارشد جمهور خبري آژانس ته و ویل«موږ د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ غوښتونکي نه و، بلکې پر خپل وخت د دغه ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکي وو.»

د هغه په وینا سیاسي ګوندونه د ټاکنو کمېسیون په اوسني جوړښت سره د څلور ټاکنو پر یو ځای تر سره کېدا د دغه کمېسیون له توان څخه پورته بولي.

نوموړي و ویل، چې حکومت په دې کار سره هڅه کوي، د ده په وینا د خپل بې واکه او سولېدلي حکومت موده وغځوي او خپل نامشروع واک پر افغان ولس وچلوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند رییس محمد ناطقي له جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل، چې موږ هم د ولسمشرۍ ټاکنو له ځنډ سره موافق نه وو.

نوموړي و ویل، چې سیاسي ګوندونه پر همغه پخوانيو غوښتونکو چې په تاکنو کې باید له ټکنالوژۍ ګټه واخستل شي، د ټاکنو سیستم د رایو له غیر قابل لږد څخه په قابل لېږد بدل او د کمېسیون په رهبرۍ کې ژو اصلاحات راوستل شي ټنیګار کوي.

د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند رییس ټینګار وکړو تر چې د ټاکنو کمېسیون په رهبرۍ کې بدلون رانشي، اصلاحات به بې معنی وي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي