۰

خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو ۱۸ ورځنۍ سفر پیل کړ

چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۷
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړل.
خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو ۱۸ ورځنۍ سفر پیل کړ
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا ځل به د خلیلزاد سفر ۱۸ ورځې وي، خو دا ځل به د سیمې پر ځینو هېوادونو وګرځي او وروسته به کابل ته ولاړ شي.

نوموړي دغه سفر له هند څخه پیل کړی او ټاکل شوې له هندي چارواکو سره پر افغان سوله مفصلې خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي خلیلزاد به لومړی نوي ډهلي، بېجنګ، اسلام آباد او وروسته به کابل ته ولاړ شي او د یادو هېوادونو له چارواکو سره به خبرې وکړي.

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو پر داسې مهال بیا سفر پیلوي، چې ټاکل شوې وه نن چهارشنبې د مرغومي ۱۹ مه امریکايي چارواکي او طالب استازي قطر کې سره کېنې.

رویټرز خبري آژانس ویلي دغه ناسته لغوه شوې، خو کابل کې د امریکا سفیر جان باس دغه راپورونه رد کړي او ویلي یې دي دغه غونده لغوه شوې نه ده بلکې په پلان کې نه وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي