۰

ملي امنیت هلمند کې د طالب قوماندان قاری ظاهر پر پټنځای چاپه وهلې

شنبی ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۴
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت ځواکونو هلمند ولایت کې د مهم طالب قوماندان قاري ظاهر پر پټنځای عملیات کړي او ګڼې وسلې او مهمات یې تر لاسه کړي دي.
ملي امنیت هلمند کې د طالب قوماندان قاری ظاهر پر پټنځای چاپه وهلې
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت ځواکونو هلمند ولایت کې د مهم طالب قوماندان قاري ظاهر پر پټنځای عملیات کړي او ګڼې وسلې او مهمات یې تر لاسه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد ریاست نن شنبې د مرغومي ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د قاري ظاهر پر پتنځای ځانګړي عملیات وکړل.

سرچینه زیاتوي، په دغه عملیاتو کې د قاري ظاهر د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه کشف او تر لاسه شوه.

خبرپاڼه وايي، په ترلاسه شویو وسلو او مهاماتو کې يو فير راکت انداز سره له مرميو، ۱۰۰۰ فيره د ام ۱۶ مرمۍ، ۲ ميله کلاشينکوف سره له ۹ شارجورونو، ۴ پرتلې، ۲۰ متره پريم کات سيم، ۴۵۰۰ کيلوگرامه چاوديدونکي توکي، ۴۰۰۰ کيلو ګرامه ترياک، ۱ عراده لندکروزر موټر، ۱ عراده لاکسس موټر، ۱ عراده موټر سايکل، ۳ پايې د ثريا ټليفونونه ۱ پايه لپ ټاپ کمپيوټر د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

ملي امنیت زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د قاري ظاهر دوه وسله وال هم وژل شوي او ځینې توکي او وسایل یې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي