۰

چین، خلیلزاد ته د افغان سولې په برخه کې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی

سی شنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چین په افغان سوله کې د هر ډول هڅو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
چین، خلیلزاد ته د افغان سولې په برخه کې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چین په افغان سوله کې د هر ډول هڅو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خلیلزاد پرون دوشنبې د مرغومي ۲۴ مه چین ته تللی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له چینايي چارواکو سره یې لینده کې پر افغان سوله ګټورې خبرې کړې او هغوی ورته ویلي، چې چین په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی.

چنايي چارواکو ویلي، افغانستان ته د سولې راتګ او په دغه هېواد کې د ثبات ټېنګېدل د ټولو په ګټه دی او چین هم دغه اقدامات ستایي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، په دې لیدنه کې ټينګار شوی چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي او د سولې د خبرو پر مټ به دلته روانه جګړه پای ته رسول کېږي.

خلیلزاد دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې طالب ویاند د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، له امریکا سره د طالبانو د سولې لومړنۍ خبرې په ټپه درېدلي دي.

سرچینې د خبرو د درېدو لامل نه دی په ګوته کړی، خو ځینې راپورونه وايي، طالبان او امریکا خپلو کې د خبرو پر ځای سره نه دي جوړ شوي.

د راپورونو له مخې طالبان هڅه کوي، دغه خبرې په قطر کې وشي، خو سعودي عربستان او متحده عربي امارات، چې له قطر سره یې دیپلوماتیکي اړیکې پرې دي نه غواړي دغه خبرې په قطر کې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي