۰

له عبدالله د رباني ملاتړ د هغه شخصي نظر و/ جمیت د سولې او اعتدال له ټیمه ملاتړ کړی

پنجشنبه ۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۵
د اسلامی جمعیت ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د سولې او اعتدال له ټیم څخه ملاتړ اعلان کړ.
له عبدالله د رباني ملاتړ د هغه شخصي نظر و/ جمیت د سولې او اعتدال له ټیمه ملاتړ کړی
د اسلامی جمعیت ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د سولې او اعتدال له ټیم څخه ملاتړ اعلان کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرپاڼه نن پنشنبې د سلواغې ۴ مهد جمعیت ګوند د مشرانو او مشرتابه د اکثریت غړو له خوا خپره شوې ده.

وړاندې داسې ویل کېدل، چې ګنې جمعیت ګوند په راتلونکو ټاکنو کې له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ کړی خو اوس داسې راپورونه دي، چې له عبدالله د صلاح الدین رباني ملاتړ د هغه شخصي نظر و او په همدې څرګندونو سره یې په جمعت ګوند کې خپل موقف له ګواښ سره مخ کړی دی.

د جمیعت ګوند په دې رسمي اعلامیه کې راغلي چې د اسلامي جمعیت ګوند په ۱۳۳۶ لمریز کال کې د ټولنې او نظام د اصلاح په موخه رامنځ ته شوی، چې له همغه وخته یې په ټولو برخو کې د عدالت غوښتنې بیرغ پورته ساتلی دی.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي پر همدې اساس جمعیت ګوند په دې باور دی، چې د ټولنې او نظام په ټولو برخو کې د عدالت په نه پلي کېدو سره امنیت او تل پاتې ثبات نه شي راتلای، بلکې هغه نظام په ټولنه کې د تل پاتې ثبات د ټینګښت لامل کېدای شي، چې د دولت په جوړښت او په لویو ملي پرېکړو کې د ولس د ارادې پر مټ رامنځ ته شي.
 
اعلامیه وايي، په اوس مهال کې د ملي یووالي حکومت د مشرتابه له خوا په بېلا بېلو برخو کې انحصارګرای او د ولس ارادې ته نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې ورځ تر بلې ناامنۍ زیات، اقتصاد مخ پر ځوړ او قومي تعصبات مخ پر زیاتېدو دي.

سرچینه وايي، د حکومت د همدې ناکاریو، ناامنیو، اقتصادي کمزورتیا او قومي تعصباتو له منځه وړلو لپاره د اوسني نظام جوړښت او پرېکړو مرجع بدلون ته اړتیا لري او دا زموږ تل پاتې غوښتنه وه او ده.
 
 
په اعلامیه کې ویل شوي«اسلامي جمعیت ګوند په ۱۳۸۸ او ۱۳۹۳ لمریزه کلونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ډاکتر عبدالله عبدالله د خپل نوماند په توګه معرفي او هر اړخیزه ملاتړ یې ترې وکړ، خو په خواشنۍ سره چې عبدالله عبدالله په دې دوه پړاو تېرو ټاکنو او د اجرائیه ریاست پر مهال په خپلو دندو کې بریالی نه و، له بلې خوا تېرو تجربو او بېلا بېلو لاملونو ته په کتو د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزه ټاکنو لپاره د هغه نوماند کېدل د جمعیت ګوند د مشرتابه له خوا نه ده توجیه شوې.»
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي جمعیت ګوند خپل سیاسي هدفونو ته د رسېدو په موخه په لازم تدبیر او دقیقې محاسبې عمل کوي او غواړي دغه تاریخي رسالت په ښه توګه سر ته ورسوي او همدې ته په کتو د یاد ګوند د مشرتابه اکثریت غړو پرېکړه کړې، چې په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د سلوې او اعتدال له ټیم څخه هر اړخیزه ملاتړ کوي.

ویل کېږي، د جمعیت ګوند زیاتره مشران او اکثریت غړي د صلاح الدین رباني له شخصي پرېکړې ناخوښ او له عبدالله څخه د هغه ملاتړ یو ډول خپل سري ګڼي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي