امنیتي سرچینې وايي، بغلان ولایت کې د ولیبال په یوه میدان کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، چې دغه چاودنه پرون جمعه د سلواغې ۵ مه ماښام مهال د بغلان ولایت د تاله برفک ولسوالۍ د برفک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینه وايي، دغه سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او د ولیبال په میدان کې د اېښودل شوي بوشکۍ ماین په چاودنه کې څلور طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په دې چاودنه کې یو شمېر ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:بغلان